چهارشنبه, ۲۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د یوروشیا د اقتصادي ناستې د غړیتوب لپاره پر تاجکستان د روسیې فشار
بسم الله الرحمن الرحيم
د یوروشیا د اقتصادي ناستې د غړیتوب لپاره پر تاجکستان د روسیې فشار

د یوروشیا د اقتصادي ناستې د غړیتوب لپاره پر تاجکستان د روسیې فشار

(ژباړه)

خبر:

په دوشنبه ښار کې د «یوروشیا په اقتصادي ټولنه کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو ادغام؛ واقعیتونه او لرلیدونه»  تر عنوان لاندې ګرد مېز جوړ شو. دغه خپرونه په تاجیکستان کې د روسیې سفارت په ملاتړ، د مطالعاتو انسټیټیوټ پراختیایي صندوق او غیر انتفاعي بنسټ د ماموریت په وسیله کې ونیول شوه، چې دا خبر د ۲۰۱۶ زکال د نومبر پر ۲۲مه خاور خبر پاڼې خپور کړ. په دغه ګردي مېز کې شنونکو او د یوروشیا د ټولنې د غړو هېوادونو د سفارتونو استازو، د دولتي بنسټونو کارکونکو، د سوداګرۍ ټولنې او  حکومتي غیر انتفاعي سازمانونو ګډون درلود.

تبصره:

له دې ناستې وړاندې تمه کېده چې د روان کال په وروستیو کې به تاجیکستان د یوروشیا په ټولنه کې د غړیتوب وړاندیز وکړي. د روسیې فدراسیون د دوما ایالت یوه مرستیال لیند سلتسکي د دوبي په لومړیو کې په خپلو څرګندونو کې داسې وویل: «زه فکر کوم چې دوشنبې به تر راتلونکي کاله خپله لېوالتیا اعلان کړي. تاجیکستان تر بل هر هېواد په دغه برخه کې هڅې کوي». خو پر دې څرګندونو سربېره تاجیکستان له یاد سازمان سره د یوځای کېدو په اړه کومه لېوالتیا ونه ښوده چې روسیې په دې اړه په نورو تشویقي اقداماتو لاس پورې کړ، چې دغه هېواد د یوروشیا په اقتصادي ټولنه کې ګډون وکړي.

روسیې د دغه کار د تر سره کولو لپاره لاندې ګامونه واخیستل:

۱- د ۲۰۱۶ زکال د نومبر پر ۲۱مه د روسیې د تعلیمي اکاډمۍ د پایلیک شورا رییس ارینا کریموف وویل: «د تصدیق عالي کمیسون د روسیې د سیاینس او پوهنې وزارت تر څار لاندې د تاجیکستان د تعلیمي اکاډمۍ د دوکتورا او ماسټرۍ د پایلیک علمي شورا فعالیتونه ځنډولي دي.

۲- په وروستیو اونیو کې د روسیې دولت د تاجیکستان د کارګرانو ډله ییز نیول پیل کړل. دغه کړنه د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره په اړیکو کې د روسیې د نفوذ سنتي لاره ده، چې هغوی د خپلو اقتصادي او سیاسي طرحو منلو ته اړ کړي. باید یادونه وکړو چې د یوروشیا د اقتصادي ټولنې رامنځته کېدل د روسیې نوښت و، چې د پخواني شوروي اتحاد په هېوادونو کې خپل نفوذ پیاوړی او وساتي.

د یوروشیا اقتصادي ټولنې اعلان شوې موخې لاندط فکرونه پلي کوي:

  1. د قوانیونو همغږي کول.
  2. د ګډ مارکیټ رامنځته کېدل چې د مالونو د خوځښت ازادۍ، خدمتونو، پانګې او بشري ځواک ته لار هواره کړي.
  3. د ګډو ګمرکي تعرفو وضع کول.
  4. په اقتصادي سکټورونو کې د همغږي تطبیق، د واحدې پالیسۍ او هڅو شریکول.

پورتني موارد د یوروشیا د اقتصادي ټولنې رسمي موخې دي.

د دې اتحادیې د رامنځته کېدو لپاره د روسیې رښتینې انګېزې په دې ډول دي:

۱- روسیې د پوتین له واک ته رسېدو وروسته د پخواني شوروي اتحاد هېوادونه د دویم ځل تر نفوذ راوستو لپاره ګامونه واخیستل. روسیې د دې موخو د لاسته رواړو لپاره له دغو هېوادونو سره ډول ډول هوکړه لیکونه وکړل چې له هغې ډلې (CSTO,SCO) او د یوروشیا اقتصادي ټولنه ده. روسیه په دې برخه کې په ځینو هېوادونو کې بریالۍ، خو په ځنیو هېوادونو کې له ناکامۍ سره مخ شوه، لکه په اوکراین کې. د اوکراین په جنوب ختیځ کې وروستۍ پېښې دا ښیي چې روسیه د خپل نفوذ ساتلو لپاره له خپل واک نه څنګه ګټه اخلي.  روسیه د پخواني شوروي اتحاد هېوادونو په قلمروو کې د هر خوځښت په مقابل کې په دې دلیل شدید غبرګون ښیي چې له  امریکا په نفوذ کې سیالي کوي. پر دې ټولو سربېره بیا هم امریکا هڅه کوي چې په سیمه کې د روسیې نفوذ کمزوری او بېخي له منځه یوسي. لکه په ۲۰۱۷ زکال کې د روسیې د خوځښتونو پر وړاندې مرکزي ادارې ته د امریکا د فدرال له بودجې څخه د (۹۵۲) میلیونه بودیجې ځانګړي کول، دا ادعا ښیي. دغه راپور د ۲۰۱۷ زکال د فبروري پر ۹مه د امریکا د خزانې په ویبسایټ کې خپور شو. کرملین پخپل وار په دغو هېوادنو کې د خپل جیوپولیټک ځواک د پیاوړتیا لپاره د دغو هوکړو له لارې د نویو متحدینو تشکیلول پیل کړل.

2- روسیه د خامو توکو لرونکی هېواد دی، نه یو صنعتي هېواد.  ډېری تولیدي اسانتیاوې یې له پخواني شوروي اتحاد څخه په میراث وړې دي، چې نوي کولو ته اړتیا لري. نننۍ روسیې د تولیدي توکو په برخه کې نور د سیالۍ قدرت له لاسه ور کړی. دغه هېواد په کابو ټولو سکټورونو کې د ټکنالوژۍ له رکود سره مخ دی. د هغې له ډلې خپل لاسي صنایع دي چې همدا اوس مډرنې اړتیاوې، مجهز جوړښتونه، د الکترونیک لګښت، درمل جوړول، خوارکي توکي او نور څیزونه نه شي چمتو کولی. په همدې ډول د سبربانک رییس د ګاج غونډې په خبرو کې وویل: «موږ په سیالۍ کې پاتې راغلو او د ناکامو مخ پر ځوړ هېوادونو په چتر کې یو». نو د دا ډول اتحادیې په جوړېدو د پخواني شوروي اتحاد هېوادونه د  صادراتو ښه بازار کېدای شي چې روسیه خپل غیر سیالیز توکي په اسانه پکې وپلوري. پر دې سربېره، منځنۍ اسیا د روسیې لپاره له ګواښونو څخه پاکه سیمه ده او د همدې لپاره هڅه کوي چې د منځنۍ اسیا هېوادونه له ټولو شته امکاناتو سره په بشپړه توګه د خپل تابع کړي.

یادو مواردو ته په کتو  ښه واضح شوه چې هر تړون یوازې د روسیې ګټې خوندي کوي او دا د منځنۍ اسیا لپاره ګډې ګټې نه شي کېدای. تر هغه چې د ترکمنستان خاوره د خاینو مشرانو په کنټرول کې وي چې خپل ځانونه یې د اسلام او مسلمانانو پر دښمنانو پلورلي، د مسلمانانو اوسنی حالت به له کوم بدلون پرته همداسې روان وي. پر دې سربېره اسلام  له کفري هېوادونو سره دا ډول تړونونه حرام کړي، په ځانګړي ډول هغه تړونونه چې د مسلمانانو او د دوی د ګټو پر ضد وي. نو د تاجیکستان د مسلمانانو د ټولو ستونزو او مصیبتونو د حل یوازنۍ لاره په دولت، ټولنه او ژوند کې د اسلام د احکامو بیا پلي کېدل دي. د اسلام اقتصادي نظام د پانګې برابر وېش تضمینوي او د اسلام د حکومتوالۍ نظام د فساد ټولې جرړې له منځه وړي او د مسلمانانو پت او مالونه خوندي کوي چې یوازې د الله سبحانه وتعالی خوښي د دغه نظام د پلي کېدو معیار دی او د هغه پر پلي کېدو سره تر لاسه کیږي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

۱۴۳۸، د ربیع الاول ۲۸مه

۲۰۱۶، د ډیسمبر ۲۷مه

Last modified onیکشنبه, 19 فبروری 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې